د جرمني په مونشن ښار کې یوه موټر چلوونکي خپل موټر پر لارویانو وروستی دی چې له کبله یې لږ تر لږه ۲۸ تنه ژوبل شوي دي.
اسوشیتید پریس د جرمنی پولیسو له قوله لیکلي چې پیښه نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې مونشن ښار کې د خدماتي کارګرانو د اتحادیې له خوا د لاریون پر مهال شوې ده.
د جرمني پولیسو پر ایکس/ پخوانی ټویټر کی لیکلي چې موټر چلوونکی یې نیولی او د پیښې په اړه پلټنې کوي.
د جرمني پولیسو په وینا نیول شوی شکمن کس یو ۲۴ کلن دی او اصلاً افغان پناه غوښتونکی دی.
د مونشن ښاروال ډیتر ریټر رسنیو ته وویل چې هغه د پیښې له امله اندیښمن دی. د هغه په وینا ماشومان هم د ټپیانو په ډله کې شامل دي.
دا پیښه په جرمني کې په داسی حال کې کیږیي چې ټاکل شوې ده د مونشن امنیتي کنفرانس د جمعې په ورځ پیل شي او د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره نن ناوخته دې هیواد ته ورسیږي.