په فراه کې د ماین چاودنې ۵ تنو مرګ ژوبله واړوله

د فراه ولایت په ابونصرفراهي بندر کې د یوه موټر په لاره کې د ماین د چاودنې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د ایران په پوله کې د ابونصرفراهي بندر کمیشنر محمد اسماعیل زاهد، وویل چې دا پېښه پرون (دوشنبې) ماسپښین هغه مهال وشوه، چې یو موټر د دې ولایت په سرحدي سیمو کې پر خښ شوي ماین وخوت.

د ده په وینا، ماسن په پخوا کلونو کې خښ شوی و.

طالبانو د دې پېښې د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګروملتو د راپورونو له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډېر ماینونه او ناچاودې مرمۍ پکې پاته دي او د هغو د چاودنو له کبله هر کال سلګونه انسانان په تیره بیا ماشومان وژل کېږي.