جرمني: اوکراین ته اوږده واټن ویشتونکي توغندي نه لیږو

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ - عکس ارشیف

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ یوځل بیا هغه احتمال چې هېواد یې اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکي تاروس توغندي واستوي رد کړ.

ښاغلي شولڅ د خپل محافظه کار سیال له هغه نظر سره مخالفت وکړ چې وايي د روسیې په خاوره کې د اهدافو د ویشتلو لپاره باید اوکراین ته ویجاړوونکې وسلې ورکړل شي.

هغه په داسې حال کې چې د جرمني عمومي انتخاباتو ته دوه اونۍ پاتې دي، پرون د محافظه کار ګوند په مشرۍ د ائتلاف له کاندید فریدریښ میرز سره په ۹۰ دقیقې مناظره کې دا څرګندونې وکړې.

ښاغلي شولڅ وویل، دی فکر نه کوي چې د روسیې قلمرو ته د دې وسلو استول به سم کار وي. میرز چې په نظرپوښتنو کې له شولڅ څخه مخکې ویلي و، چې اوکراین ته د تاروس توغندیو د سپارلو په اړه د ده نظر تل مثبت و.