له غړیو هیوادونو د جرمونو د نړیوالې محکمې غوښتنه

په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې ودانۍ

د جرمونو نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ په خپلو غړو هیوادونو غږ وکړ چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د لګول شویو بندیزونو په وړاندې ودریږي، او دا اقدام یې "خپلواک او بې پرې قضایی کار ته د زیان رسولو هڅه" بللې.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې د نړیوالې جنایي محکمې پر چارواکو د امریکا او اسراییل په وړاندې د تحقیقاتو د پيلولو له امله بندیزونه لګوي.

په دې فرمان کې راغلې دي چې دغه محکمه د امریکا او د هغې د متحد اسراییل پرضد بې بنسټه غیرقانوني هڅې کوي چې له مخې یې په مستقیمه توګه د امریکا اوسني او پخواني مامورین د پوځیانو په ګډون له خطر سره مخامخوي.

د اسوشیتید پریس خبری آژانس د خبر له مخې، یادې محکمې په یوه بیان کې وویل: "محکمه د خپل پرسونل تر څنګ ولاړه ده او ژمنه کوي چې په ټوله نړۍ کې د ظلمونو میلیونونو بې ګناه قربانیانو ته د عدالت او امید برابرولو ته دوام ورکړي."

ټرمپ په دوه زره شلم کال کې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د نړیوالې جنایي محکمې پر څارنوالې فاتو بنسودا او یوشمیر نورو چارواکو د ویزو بندیز لګولی و. هغه وخت بنسودا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له لورې د جنګي جنایتونو د تورونو تحقیقات پیل کړي و.