د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې ایالت کې د ناامنیو د زیاتوالي لپاره به له فدرالي حکومت سره له مشورې وروسته یوه قبایلي جرګه افغانستان ته واستول شي.
علي امین ګنډاپور وویل چې خیبرپښتونخوا په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله سخته اغیزمنه شوې ده.
د پاکستان جیو نیوز تلویزیون راپور ورکړ چې ګنډاپور په داسې وخت کې افغانستان ته د سولې جرګې د لیږلو په اړه خبرې کوي چې په خیبر پښتونخوا کې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي او پاکستان ادعا کوي چې د پولې هاخوا وسله وال په ناامنیو کې ښکیل دي.
په ورته وخت کې، پاکستاني رسنیو د هیواد کې د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا حکومت د وړاندیز شوې سولې جرګې په اړه له افغان لوري سره غیر رسمي خبرې اترې پیل کړې دي.
اسلام آباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري، او له هغو څخه په کار اخیستو په پاکستان کې بریدونه کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا رد کړې ده، او ویلي یې دي چې هیڅ هیواد د افغانستان له خاورې څخه نه ګواښل کیږي او پاکستان باید په خپل هیواد کې د ناکرارۍ لاملونه ولټوي.