ولسمشر ټرمپ د نړیوالې جزايي محکمې د مشرانو پر ضد اجرايي فرمان لاسلیک کړ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې د نړیوالې جنایي محکمې پرچارواکو د امریکا او اسراییل په وړاندې د تحقیقاتو د پيلولو له امله بندیزونه لګوي.

په دې فرمان کې راغلې دي چې دغه محکمه د امریکا او د هغې د متحد اسراییل پرضد بې بنسټه غیرقانوني هڅې کوي چې له مخې یې په مستقیمه توګه د امریکا اوسني او پخواني مامورین د پوځیانو په ګډون له خطر سره مخامخوي.

دا فرمان چې پرون لاسلیک شو، پکې دا یادونه شوې ده چې امریکا او اسراییل د نړیوالې جنایي محکمې غړي نه دي.

نړیوالې جنایي محکمې پروسږکال د نومبر په یو ویشتمه د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د هغه د پخواني دفاع وزیر یو او ګالانت او د حماس د پوځي قوماندان محمد ضیف د نیولو حکم صادر کړ. اسراییل وایي چې محمد ضیف وژل شوی دی.

ټرمپ په دوه زره شلم کال کې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د نړیوالې جنایي محکمې پر څارنوالې فاتو بنسودا او یوشمیر نورو چارواکو د ویزو بندیز لګولی و. هغه وخت بنسودا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له لورې د جنګي جنایتونو د تورونو تحقیقات پیل کړي و.