طالبانو تایید کړه چې هکرانو د دوی اسناد ترلاسه کړي

طالبانو هغه راپورونه تایید کړل چې د بېلابېلو دولتي ادارو یو شمیر اسناد یې هکرانو ترلاسه کړې دي.

د طالب لیکس په نوم د هکرانو یوې پاڼې د طالبانو د امر بالمعروف، اطلاعات او کلتور ، بهرنیو چارو، مالیې او عدلې وزارتونو یو شمیر اسناد ، همداراز د طالبانو د سترې محکمې او د زندانو مربوط یوشمیر اسناد خپاره کړې دي.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت په ایکسپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی سیسمتونه خوندې دي او تر ډیره یوشمیر پخواني اسناد خپاره شوې دي.

البته په خپرو شویو اسنادو کې ویل شوي چې د طالبانو په زندانونو کې اتلس زره اته سوه زندانیان دي چې یو زر درې سوه شپږ اویا یې ښځې دي. په دې اسنادو کې د بهرنیو زندانیانو شمیر نهه شپيته یاد شوی چې شپږ یې میرمنې دي.

په خپرو شویو سندونو کې د یوشمیر نورو اسنادو ترڅنګ د طالبانو د حکومت د جګپوړیو چارواکو د پاسپورټونو کاپۍ هم خپرې شوې دي.