د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، دی له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خپل سیال ولادیمیرپوتین سره خبرو ته چمتو دی خو ده زیاته کړه چې دا کار به هغه مهال وکړي چې په اوکراین کې د سولې د ټینګښت یوازینۍ لاره همدا وي.
ښاغلي زیلینسکي له یوه برتانوي خبریال سره په پرونۍ مرکه کې وویل که خلک فکر کوي چې د جګړې ستونزه باید له ډيپلوماتیکې لارې اواره شي نو موږ دې ته چمتو یو، خو په دې خبرو کې باید امریکا، اروپا، اوکراین او روسیه ټول ګډون وکړي.
زیلینسکي پر روسیې د لګېدلو بندیزونو د لیرې کولو په اړه خبرداری ورکړ او په عین حال کې یې دا پوښتنه رابرسېره کړه چې آیا د اوکراین د امنیتي ضمانت لپاره به اټومي وسلو ته اړتیا وي که نه.