امریکا د مکسیکو، کاناډا او چین پر محصولاتو تعرفې لوړې کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل هیواد ته د کاناډا، مکسیکو او چین د محصولاتو پر وارداتو تعرفې لوړې کړې.

د سپینې ماڼۍ چارواکو اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د فینټانیل قاچاق او امریکا ته د غیرقانوني کډوالو د تګ له امله د رامنځته شوي ملي بیړني وضعیت په غبرګون کې، له کاناډا او مکسیکو څخه پر وارداتو ۲۵ سلنه او د چینایي توکو پر وارداتو ۱۰ سلنه تعرفې لګولي دي. دا فرمان به د سې شنبې له ورځې (د سلواغې ۱۶مې) څخه عملي شي.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، دا فرمان د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) صادر شوی، او له مخې یې د کاناډا د انرژۍ پر محصولاتو به ۱۰ سلنه تعرفه وضع شي، خو د مکسیکو د انرژۍ پر وارداتو به ۲۵ سلنه تعرفه لګول کېږي.

ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی و چې که د یو شمېر هېوادونو له لارې امریکا ته د غیرقانوني مهاجرو او خطرناکو مخدره موادو، لکه فینټانیل، بهیر ونه درول شي، نو پر دغو هېوادونو به سختې تعرفې ولګوي.

هغه د فبرورۍ لومړۍ نېټه د ضرب‌الاجل په توګه ټاکلې وه، څو پر چین، مکسیکو، او کاناډا فشار راوړي چې د فینټانیل د قاچاق او غیرقانوني مهاجرو مخه ونیسي. د ټرمپ د حکومت چارواکي وايي، فینټانیل له چین څخه قاچاقېږي او بیا د مکسیکو او کاناډا له لارې امریکا ته رسېږي.

دې پرېکړې د کاناډا او مکسیکو مشران غبرګون ته مجبوره کړل، او هغوی د متقابلو اقداماتو ژمنه وکړه.

د کاناډا صدراعظم، جسټن ترودو، د شنبې په شپه اعلان وکړ چې اوټاوا به هم پر امریکایي توکو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي، او د امریکا خلکو ته یې خبرداری ورکړ چې د ټرمپ دا اقدامات به هغوی ته منفي پایلې ولري.

ښاغلي ترودو، چې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې، وویل چې اوټاوا به پر امریکایي محصولاتو د ۱۵۵ میلیارده کاناډایي ډالرو (۱۰۷ میلیارده امریکایي ډالرو) تعرفې وضع کړي.

د هغه په وینا، ۲۵ سلنه تعرفه به، چې ارزښت یې ۳۰ میلیارده کاناډایي ډالره کېږي، پر امریکایي محصولاتو د سې شنبې له ورځې عملي شي، یعني هماغه ورځ چې د ټرمپ تعرفې نافذېږي، او د پاتې ۱۲۵ میلیارده کاناډایي ډالرو پر توکو به په راتلونکو ۲۱ ورځو کې تعرفې ولګول شي.

د مکسیکو ولسمشرې، کلودیا شینباوم، هم د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له احساساتي غبرګون پرته به د امریکا پرېکړې ته تر ضرب‌الاجل پورې انتظار وباسي.

میرمن شینباوم د خپل حکومت د اقتصاد وزیر ته لارښوونه وکړه چې د مکسیکو د ملي ګټو د دفاع لپاره د تعروفو د وضع کولو په شمول متقابل اقدامات وکړي.

په واشنګټن کې د چین د سفارت ویاند وویل چې د امریکا له خوا پر چینایي وارداتو د تعرفو زیاتوالی د نړیوال تجارت د سازمان قوانین «شدیداً نقضوي» او ټینګار یې وکړ چې « سوداګریزې جګړې هېڅ ګټونکی نه لري.»

ټرمپ د تعرفو د لګولو لپاره «د نړیوالو اقتصادي بیړنیو اختیاراتو پر قانون» استناد کړی، چې ولسمشر ته د بحرانونو د حل لپاره ځانګړي واکونه ورکوي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو اعلان کړی چې د تعرفو لپاره به هېڅ استثنا نه وي. برسېره پر دې، د کاناډا په اړه، امریکا پر هغو توکو چې ارزښت یې له ۸۰۰ ډالرو کم وي، د تعرفې معافیت لغوه کړی دی.

دا پرېکړه په انتخاباتو کې د ټرمپ له بریالیتوب وروسته د هغه د تکراري ګواښونو پایله ده، او اټکل کېږي چې کاناډا، مکسیکو، او چین به هم متقابل اقدامات وکړي، چې دا کار د سترې اقتصادي جګړې خطر زیاتوي.

د ډونالډ ټرمپ د لیکلي فرمان له مخې، تعرفې به د سې شنبې د شپې له دوولس نیمو بجو نافذېږي، خو هغه توکي چې تر دې نیټې مخکې د امریکا خاورې ته د داخلېدو په حال کې وي، له تعرفې مستثنا دي.