پاکستان ۱۴۱ افغان کډوال له زندانه خوشي او افغانستان ته واستول

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (یکشنبې) اعلان وکړ چې ۱۴۱ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، یاد کډوال د اسلام‌آباد په یوه محبس کې له دوو تر پنځو ورځو پورې بنديان وو.

تر دې وړاندې پرون پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول ویلي و چې لسګونه افغان بندیان یې له خپلو زندانونو له خوشي کولو وروسته افغانستان ته لېږلي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار د تورخم سرحدي مدیریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په اسلام‌آباد ښار کې نیول شوي وو او د حاجي کمپ په زندان کې له دوو تر۵ ورځو بند له تېرولو وروسته افغانستان ته انتقال شوي دي.

پرون د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو بل پړاو پیلوي.