د روم د محکمې په امر البانیا ته لېږل شوي کډوال بېرته ایټالیا ته ستنول کېږي

لسګونه «غیرقانوني» کډوال، چې د ایټالیا د حکومت په امر البانیا ته انتقال شوي وو، د روم د یوې محکمې د نوي حکم له مخې بېرته ایټالیا ته ستنېږي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د محکمې له لوري د کډوالو د نیولو او له ایټالیا څخه البانیا ته د هغوی له لېږلو سره له مخالفت وروسته، یوه کښتۍ چې ۴۳ کډوال یې لېږدول، د شنبې په ورځ، (د سلواغې/ دلوې ۱۳مه) له البانیا څخه د ایټالیا باري بندر ته روانه شوې ده.

رسنیو د محکمې دا نوی حکم، چې د کډوالو د ساتلو لپاره د ایټالیا د حکومت پلان یې غیرقانوني بللی، د ایټالیا د صدراعظم جورجیا ملوني د حکومت پلان ته غټ ګوزار بللی دی.

ایټالیا د البانیا له حکومت سره د یوه توافق له مخې، په دې هېواد کې د کډوالو د موقتي استوګنې لپاره دوه کمپونه جوړ کړي دي.

دا لومړی ځل و چې د اروپايي اتحادیې یو غړی هېواد د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره، کډوال د اتحادیې له ساحې بهر یوه بل هېواد ته لېږي.