د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې عظمت الله عمرزي ۲۰۲۴ کال په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې په ښي لاس چټک باولنګ کاوه او په غوره توپ وهنې سره یې د افغانستان د ټیم په بریاوو کې د پام وړ رول ادا کړ.
عمرزي په ۲۰۲۴ کال کې په ۱۴ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۴۱۷ منډې جوړې کړي او ۱۷ ویکټې یې اخیستي دي.
د عمرزي د بټنګ اورج یا اوسط څه باندې ۵۲ دی او د ویکټو هغه یې بیا څه باندې ۲۰ یاد شوی په دې معنی چې په هره لوبه کې یې په اوسط ډول یواځې ۲۰ منډې ورکړي.
![عظمت الله عمرزی د ایرلند په وړاندې](https://gdb.rferl.org/595f7e77-8b45-4779-88d7-4f83c498ef5e_w1080_h608_s.jpg)
عظمت الله عمرزی د ایرلند په وړاندې
د کرکټ نړیوالې شورا یاده کړې چې عظمت الله عمرزي له ایرلند، جنوبي افریقا، بنګله دیش او زمبابوې سره په لوبو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.
د کال غوره کرکټر ته د نړۍ په کچه تر ټولو نامتو او تکړه لوبغاړي کاندیدیږي.
که څه هم د راشدخان په څېر د افغانستان ګڼ نور لوبغاړي هم په نړیواله کچه له پيژندل شویو لوبغاړو دي خو دا لومړی وار دی چې یو افغان لوبغاړی د کال غوره کرکټر یادیږي.