د سوډاني پوځ مشر له بیرته نیولې مرکزي قومندانۍ لیدنه وکړه

د سوډان د پوځ عمومي مشر دوه ورځې وروسته له هغه چې ځواکونو یې دا په پلازمېنه خرطوم کې د اردو قوماندانۍ ودانۍ له وسله والو جنګیالیوبیرته ونیوله، د یکشنبې په ورځ (د جنوري په ۲۶مه) له دې ودانۍ لیدنه وکړه.

عبدالفتاح البرهان د پوځو قوماندانانو ته وویل چې د اردو ځواکونه یې په بهترین وضعیت کې دي.

د اردو عمومي قوماندانۍ د ودانۍ بیرته نیول د پام درمان ښار د واک له تر لاسه کولو وروسته د سوډان د پوځ تر ټولو لویه بریا ده.

دا ښار د نیل سیند په لویدیځه غاړه کې دی چې او پوځ یې هم نږدې یو کال مخکې کنټرول خپل کړ.

په سوډان کې جګړه د دغه هېواد د اردو او “د چټک مللتړ ځواکونو” په نوم جنګیالو تر منځ د ۲۰۲۳ کال په اپرېل میاشت کې پیل شوې ده.

د دې جګړو له امله لسګونه کسان وژل شوي او د نلګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له دې امله له ۱۲ میلیونو زیات خلک بې ځایه شوي دي.

دغه راز جګړه په سوډان کې جګړه د بشري ناورین لامل هم ګرځېدلې ده.