د تهران والي وايي، له دغه ښاره به ټول افغانان وباسي

تهران

د تهران والي غیرقانوني افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې که په پلازمېنه تهران کې واوسېږي، وبه نیول شي او له دې هېواده به وایستل شي.

محمد صادق معتمدیان د ایران له ایلنا خبري آژانس سره په مرکه کې همداراز ویلي، هغه افغانان چې قانوني اسناد لري او په تهران کې د کډوالو لپاره د کار په ممنوع ساحو کې کار کوي هم له ورته اقدام سره مخامخ کېدای شي.

د هغه په وینا سرغړوونکي به د قانوني پړاوونو په ترڅ کې له دې هېواده وایستل شي او افغانستان ته به ولېږل شي. معتمدیان وايي چې دا اقدامات به د ایران د امنیتي ځواکونه په مرسته عملي شي.

د تهران والي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ایراني چارواکو له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. چارواکو ویلي چې د روان هجري لمریز کال ترپایه به دوه نیم میلیون افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.