مکسیکو د کډوالو د وراستولو په اړه د امریکا غوښتنه رد کړه

د راپورونو له مخې مکسیکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې هغه غوښتنه رد کړې چې دې هیواد ته په الوتکو کې د کډوالو د استولو او په خاوره کې یې ورته د کښینولو د اجازې ورکولو لپاره کړې وه.

دا خبره د دواړو هیوادونو دوو چارواکو رویترز خبري آژانس ته کړې ده.

د امریکا C-17 پوځي الوتکو د جمعې په ورځ ګواتیمالا ته دوه ورته الوتنې ترسره کړې، چې په هرې یوې کې یې شاوخوا ۸۰ تنه کډوال وو. خو وروسته له هغې چې د مکسیکو حکومت اجازه ورنکړه، امریکایي چارواکي ونه توانیدل چې مکسیکو ته ورته یوه الوتنه ترسره کړي.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې د ورځې ناوخته په یوه بیان کې وویل چې هیواد یې له متحده ایالاتو سره "ډیرې ښې اړیکې" لري او د مهاجرت په څیر مسلو کې همکاري کوي. خو دایې هم وویل چې د کډوالو د بیرته ستنولو په مسله کې به دا هیواد په ورین تندي د مکسیکو وګړي ومني.

د مکسیکو یوه چارواکي چې نوم یې ندی څرګند شوی، رویټرز ته په دې اړه چې ولې الوتکې ته د کښیناستو اجازه نده ورکړل شوې، جزیات ندي ورکړي او د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت هم په خپاره کړي بیان کې دې پیښې ته اشاره نده کړې.

د ټرمپ ادارې د تیرې اونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې په مکسیکو کې د پاتیدو په نوم هغه پروګرام بیا پیلوي چې په ترڅ کې یې د مکسیکو له اتباعو پرته نورپناه غوښتونکي دې ته اړکوي چې په مکسیکو کې تر هغه وخته پورې انتظار وکړي چې په متحده ایالاتو کې یې قضیې بشپړې شي.