د امریکا سناجرګې پیټ هیګسیټ د دفاع وزیر په توګه تایید کړ

پیټ هیګسیټ

پیټ هیګسیټ Pete Hegseth ته د امریکا سنا جرګې یوازې دومره رایې ورکړې چې د امریکا د دفاع د نوي وزیر په توګه یې تایید ته اړتیا درلوده.

دا د ولسمشرډونالډ ټرمپ لپاره یوه لویه بریا ځکه ده چې د هغه د جنجالي کاندیدۍ په وړاندې ډیموکراټانو او هم یوشمیرجمهوریپالو سخت مخالفت وکړ.

هیګسیټ ته په سناجرګه کې پنځوس غړیو د تایید او پنځوسو نورو یې پرضد رایې ورکړې او هغه هم وروسته له هغې چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس د سناجرګې د مشرپه توګه له خپل رول څخه په استفادې د دغه حالت د پای ته رسولو لپاره کارواخیست.

دا په داسې حال کې چې د ټرمپ له خوا نومول شوي د بهرنیو چارو د وزیرپه توګه مارک روبیو ته د تیرې دوشنبې په ورځ د سناجرګې حاضرو ټولو ۹۹ غړیو د تایید رایې ورکړې.

هیګسیټ چې د فاکس نیوز پخوانی کارکونکی دی ژمنه یې کړې چې په پنتاګون کې به لوی بدلونونه راولي.