له پاکستان ۶۶ خوشي شوي افغان بندیان خپل هیواد ته ورسیدل

د پاکستان له محبسونو څخه ۶۶ تنه آزادي شوي افغان بندیان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون (د سلواغې پنځمه) پر خپله ویبپاڼه د دې بندیانو د خلاصېدو خبر ورکړی. په خبر کې د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو په اساس راغلي چې دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه نیول شوي وو او هلته یې له دریو ورځو نیولې تر یوې میاشتې پورې د حبس بېلابېلې دورې تېرې کړې وې.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو وزارت تېره اونۍ د پاکستان له زندانونو د هغو نژدې ۹۰۰ افغانانو د خلاصېدو خبر ورکړ چې پولیسو د کډوالۍ کارتونو له لرلو سره سره نیولي وو. دې وزارت ویلي دي چې د لسګونه نورو کسانو د خوشې کولو لپاره هم د دوی هڅې روانې دي.