د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وايي، په سومالیا کې د افریقايي اتحادیې په نوي ماموریت کې د مصر د پوځي ځواکونو ګډون، هېڅ هېواد ته کوم خطر نه دی پېښ کړی.
السیسي پرون پنج شنبه په قاهره کې د سومالیا له ولسمشر، حسن شېخ محمود سره تر کتنې وروسته دا خبره وکړه.
مصر د ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې اعلان کړی و، چې د افریقايي تحادیې په دغه ماموریت کې به، چې په سومالیا کې به وي، مصري ځواکونه د سوله ساتنې په ماموریت کې برخه واخلي.
ویل شوي د مصر پوځیان د الشباب په څېر د افراطي ډلو په وړاندې په پوځي مبارزه کې هم برخه لري.