حسین: د سوریې په شمال کې پر کردانو د ترکیې عملیات خطرناکې دي

فواد حسین

د عراق د بهرنیو چارو وزیر وايي د سوریې په شمال کې پر کُرد ځواکونو د ترکیې هوايي حملې ښايي خطرناکې وي.

فواد حسین پرون په داویس کې د اقتصاد نړیوال فورم غونډې ته ویلي، چې دغه حملې به عراق ته د سوریې له شمال څخه د نورو کسانو د کډوالۍ سبب شي.

د ترکیې حکومت هغو کُرد وسلوالو ته چې د سوريې په شمال کې یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر خلاف په پوځي عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کړې، د تروریستانو په سترګه ګوري.