د جرمني د انتخاباتو مخکښ کاندید وايي، د بریالیتوب په صورت کې به د پناه په قانون کې بدلون راوړي

هغه پارک چې یوه افغان د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه پکې ووژل

د جرمني په پارلمانې ټاکنو کې مخکښ کاندید فریدریش میرز د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د پناه غوښتنې په قانون کې به "بنسټیز بدلونونه" راولي.

فریدریش میرز زیاده کړه، که چیرې هغه د فبرورۍ د 23 نېټې ټاکنې وګټي، نو هغه به سمدلاسه پر هغو ټولو کسانو چې جرمنی ته د ننوتلو لپاره معتبر اسناد نه لري، د ننوتلو بندیز ولګوي.

فریدریش دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړي چې تیره ورځ یو ۲۸ کلن افغان په چاقو یو دوه کلن هلک او یو سړی د جرمني په یوه عمومي پارک کې ووژل، تر پيښې وروسته پولیسو دا کس ونیو.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ هم دا پيښه وغندله او هغه یې د نه منلو ترورېستي عمل وباله.