د حال وش په نوم یوه رسنۍ، چې د ایران د سیستان او بلوچستان له وضعیت څخه راپورونه برابروي، په بندر عباس زندان کې د یوه افغان وګړي د اعدام خبر ورکړ.
حال وش نن (د دلوې څلورمه) په یوه خبر پاڼه کې، ویلي چې د سې شنبې په ورځ (د دلوې په دوهمه) یو افغان وګړی، چې پخوا د مخدره موادو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوی و، د کورنۍ له خبرتیا پرته په بندر عباس زندان کې اعدام شو.
٤٣ کلن سردار محمد د افغانستان د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ اوسیدونکی و.
ویل کیږي چې هغه متاهل او د یو ماشوم پلار .
د حال وش د معلوماتو له مخې سردار محمد يو نيم کال مخکې د نشه يي توکو د قاچاق په تور په بندر عباس کې ونيول شو او د دغه ښار د محکمې له خوا په اعدام محکوم شو .نوموړی د دوشنبې په ورځ بې له دې چې کورنۍ ته یې خبر ورکړل شي، اعدام شو.
ایران په نړۍ کې د اعدامونو د شمېرو له پلوه لوړ ځای لري چې تل پرې د بشري حقونو ډلو سخت انتقادونه کړي دي.