محسن داوړ وايي پاکستاني ادارو ورته ویلي چې طالبان یې د وژلو نیت لري

محسن داوړ تر دې مخکې په پاکستان د عمومي انتخاباتو د کمپاینونو پر مهال د ناڅرګندو وسلوالو په یو برید کې ټپی شوی و. عکس له ارشیف څخه

د پاکستان د مرکزي پارلمان پخواني غړي محسن داوړ د ازادي راډیو مشال څانګې ته تېره شپه وویل چې طالبان د ده د وژلو نیت لري.

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ زیاتوي چې د پاکستان امنیتي ادارو ده ته ویلي دي چې افغان طالبان د ده د وژلو قصد لري.

مخکې داسې نه تایید شوي راپورونه خپاره شوي وو چې د محسن داوړ پر سر طالبانو پنځه لکه امریکایي ډالر جایزه ایښې ده.

افغان طالبانو او د تحریک طالبان پاکستان ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

محسن داوړ پروسږکال د جنوري په وروستیو کې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د یوه برید په ترڅ کې ټپي شوی و.

دی له دوه زره اتلسم کال څخه تر دوه زره درویشتم کال پورې د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی و.