په کابل کې د چین سفیر وايي، له افغانستان سره به د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي

په کابل کې د چین سفیر پرون (د دوشنبې ورځ د دلوې لومړۍ) د دواړو هېوادونو د اویا کلنو اړیکو د لمانځلو په مناسبت وویل چې پېکینګ به له افغانستان سره د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیاء احمد تکل، په دې اړه په یوه بیان کې، چې په خپله ایکسپاڼه/پخواني ټویټر کې یې خپور کړی، ویلي چې په دې مناسبت په بهرنیو چارو وزارت کې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د طالبانو د باندنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، د چین سفیر ژاو شینګ او د دې هېواد دیپلوماتانو برخه اخیستې وه.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د چین سفیر په دې مناسبت وویل چې دواړه هېوادونه د تاریخ په اوږدو کې، پرته له دې چې د وخت شرایط په پام کې ونیول شي، ښې اړیکې لرلي او پېکینګ به له کابل سره د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي.

د چین سفیر یو ځل بیا له امریکا غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.