ایراني پولیسو د سیستان او بلوچستان په زابل کې کابو ۳۰۰ افغان کډوال نیولي

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ولسوالي د پولیسو قوماندان وايي چې په وروستیو څو ورځو کې یې په دې ولسوالي کې نژدې ۳۰۰ بې اسناده کډوال نیولي دي.

حمید نوري پرون (د دوشنبې په ورځ، د دلوې میاشتې لومړۍ نېټه) د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا ته وویل چې دا کسان د ټولنیز امنیت د پیاوړتیا د طرحې د تطبیق په لړ کې نیول شوي دي.

دغه ایراني چارواکي د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو په دې هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو د پېژندلو، نیولو او شړلو لړۍ په شدت سره روانه ده.

تر دې وړاندې د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکو په زاهدان او شاوخوا سیمو کې د شاوخوا ۴۰۰ غیرقانوني کډوالو د نیولو خبر ورکړی و.

ایراني چارواکو ویلي چې په روان لمریز کال کې ټولټال دوه نیم میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.