د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د نجونو د زده کړو د مخنیوي لپاره هیڅ توجیه نه شته.
ده د طالبانو له مشر څخه وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو بنديزونه لېرې کړي ځکه چې دې کار ته هیڅ پلمه نه شته.
عباس ستانکزي دا څرګندونې پرون (شنبې) د خوست ولايت په یوه دیني مدرسه کې په وينا کې وکړې.
ده د غونډې ګډونوالو ته وويل، د ښځو او نجونو د زده کړو د منع کولو لپاره هېڅ دليل او شرعي توجیه نشته، او په ضمني ډول یې دا بندیز د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده شخصي نظر وباله.
طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له واک ته رسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو په تدریج منع کړې او په پیل کې یې وویل چې دا بندیز به موقتي وي خو اوس په دې اړه چې د نجونو ښوونځي به تر کله بند وي یا ولې بند دي، څه نه وايي.