سپینې مانۍ په یوه خبرپاڼه کې د جو بایدن په قول لیکلي، په دې اړه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د ۱۱مې نیټې ۱۴۰۶۴ شمېره اجرایوي فرمان به، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له ۱۱مې نیټې وروسته پورې د اجرا وړ وي.
د بیرنیو حالتونو د ملي قانون پر بنسټ که چیرې ولسمشر د ملي اضطراري فرمانونو د تطبیق دوام د یو کال تر پوره کېدو ۹۰ ورځې ورسته پورې د فدرال په جریده کې خپور نه کړي، یاد فرمان په خپله لغو کېږي.
د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي: د دغه هیواد د اقتصادي سقوط احتمال، سرپناه او د مېشتولو ملاتړ، روغتیا، حفظ الصحه، معیشتي ملاتړ او د غذايي امنیت لپاره د افغانانو د فوري اړتیا په شمول په افغانستان کې بشري بحران لا هم د متحدو ایالتونو ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ ته یو غیر عادي او فوق العاده ګواښ دی.
په خبرپاڼه کې د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د بایډن په حواله راغلي، چې د تروریستي حملو قربانیان پرې حقوقي دعوا لري یا یې هم د دعوا د پرانیستلو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
«د افغانستان بانک» اووه ملیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته په نیویارک کې په فدرالي بانک کې ساتل کېده وروسته یې ۳ نیم میلیارد ډالره په سویس کې د امانت صندوق ته ولېږدول شوه.
مخکې په امریکا کې یوې محکمې پرېکړه کړې وه چې په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ نېټې قربانیان له دې شتمنۍ د برخمن کېدو مستحق نه دي او د طالبانو حکومت په وار وار دا غوښتنه کړې چې دا شتمني باید بیرته د دوی تر کنترول لاندې «د افغانستان بانک» ته ولېږدول شي.
د امریکا ولسمشر د افغانستان په تړاو د بیړنیو حالتونو ملي قانون په اړه د فرمان موده داسې مهال نوره هم غځوي چې په افغانستان کې یو شمیر بې وزلې کورنۍ د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه شکایت کوي او وايي چې بشري مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري:
د پلازمینې کابل اوسیدونکې، ګلدستې هوتک چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده، ازادي راډيو ته وویل: «په کور کې خس نه لرو اوړه نه لرو، ژمی دی، پلاستیک مو نه دی ټک وهلی، د کور وضعیت ډیر خراب دی، که چیرته ولاړم کار مې وکړ او کالي مې ومینځل یوه مړۍ ډوډۍ هماغه خلک راته راکوي کنه خپلو ګاونډيو باندې غږ کوم چې راته لږ ډوډۍ راکړئ چې ګوذاره وکړو، نو که چای دموو بوره ورسره نه وي.»
د خوست ولایت اوسیدونکي، اجمل ازادي راډيو ته وویل: «په کورنۍ کې لس کسه یوو، ګوزاره نه کیږي، یو من اوړه په پور اخلم هغه چې خلاص شي نور په پور اخلم، له ډیرو ستونزو سره مخ یم کار او بار هم نشته په سل یو نیم سل افغانیو به څه وشي، هیڅ هم نه کیږي، غواړم زموږ سره مرسته وشي.»
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اټکل له مخې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۵.۸ میلیونه خلک سرپناه او غیر خوراکي مرستو ته اړتیا ولري.
د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي په دې وروستیو کې ویلي و چې افغانستان له "بې رحمه" ژمي سره مخامخ دی او روان ژمی دوی کولای شي یوازې له شپږ میلیون کسانو سره مرسته وکړي.