د افغانستان د کرکټ دوو مخکښو لوبغاړو راشدخان د یو ورځنیو سیالیو د توپ اچونکو او محمدنبي عیسی خیل بیا د یو ورځنیو سیالیو د الروانډرانو په کتار کې لومړي مقامونه ګټلي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا ( ای سي سي) د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د یو ورځنیو توپ اچونکو تازه درجه بندي اعلان کړې ده چې راشدخان پکې په اول ځای کې دی.
اعلان شوې درجه بندي ښيي چې ښاغلی خان ۶۶۹ منډې لري او له دویم مقام لرونکي هندي کولديپ یادو سره یې یوازې د ۴ نومرو تفاوت دی.
دغه راز محمدنبي عیسی خیل بیا له څو میاشتو راهیسې د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې لومړی مقال ګټلی دی، هغه اوس مهال ۳۰۰ نومرې لري او له دوقم مقام لرونکي سکندر رضا سره یې ۱۰ نومرې توپیر دی.
د ویلو ده چې د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې بل افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی بیا درېیم مقام ته رسېدلی دی.