بادونو د لاس انجلس د اور وژلو هڅې له ستونزو سره مخامخ کړي

کلیفورنیا

په لاس‌انجلس کې لږ تر لږه په درو سیمو کې لوی اور لا هم بل دی، او د قربانیانو شمېر ۲۴ تنو ته زیات شوی دی.

لږ تر لږه د ۱۶ کسانو د ورکېدو راپور هم ثبت شوی، او چارواکو ویلي چې د دې شمېر د زیاتېدو احتمال شته.

پرون (دوشنبې) اور وژونکو د هغو پراخو اورونو د وژلو هڅه کوله چې له تېرو اوو ورځو راهیسي د دې ښار شاوخوا سیمې پکې سوځیږي. چارواکو خبرداری ورکړی چې خطرناک بادونه راروان دي چې د اور شدت لا زیاتولی شي.

دې اور، چې ځینې مېنې یې په بشپړ ډول له منځه وړي دي، زرګونه خلک بې‌کوره کړي دي. سره له دې چې د پالیسیدز اور د کنټرول لپاره پراخې هڅې روانې دي، ګومان کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به حالت ډېر خراب شي.

د هوا پېژندنې د ملي ادارې د متخصصې روز شونفلد په وینا، له سې شنبې څخه به په ساعت کې د ۷۰ مایلو (۱۱۰ کیلومتره) په سرعت بادونه وضعیت خطرناک حالت ته بدل کړي. دا بادونه کولی شي د اور لمبې زیاتې کړي او د پخوانیو اورونو ایرې نویو سیمو ته وخپرې کړي.

د لاس‌انجلس د کاونټي د اور وژنې رییس، انتوني مارونه، اعلان وکړ چې مرستندوی ځواکونه، د اوبو له نورو ټانکرونو او هغو اضافي اور وژونکو سره یوځای شوي، چې له نورو سیمو راغلي دي، ترڅو له دې نوي ګواښ سره مبارزه وکړي.

دې اور، چې د لاس انجلس په تاریخ کې تر ټولو ویجاړوونکی اور ګڼل کېږي، یو شمېر مېنې په بشپړ ډول په ایرو بدلې کړې دي.

د لومړنیو اټکلونو له مخې، د دې اورونو له امله د زیانونو او اقتصادي تاوان اندازه له ۱۳۵ څخه تر ۱۵۰ میلیارده ډالرو پورې ده.

په سوځېدلو کورونو کې ډېر قیمتي کورونه هم شامل دي.

له هغو مشهورو شخصیتونو یا سیلیبریټیانو څخه چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، پاریس هیلتون، او همدارنګه لیټون میستر او اډم برودي یادولی شو، چې څو ورځې وړاندې یې د گولډن گلوب په مراسمو کې ګډون کړی و.

د کلیفورنیا د بیمې کمیشنر ریکاردو لارا، د جمعې په ورځ د بیمې له شرکتونو وغوښتل چې د بیمې د تړونونو ځنډول او د هغو بیمو لغوه کول ودروي چې د اورونو له پیل څخه مخکې د کور مالکانو ترلاسه کړې و، او زیانمن شویو کسانو ته د بیمې د حقونو د ورکړې وخت وغځوي.