د لبنان د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې د دې هېواد ولسمشر جوزف عون، د پارلمان له فراکسیونونو سره له مشورې وروسته، نواف سلام ته، چې د هاګ د نړیوالې محکمې رئیس دی، رسماً د کابینې د جوړولو دنده وسپارله.
د راپورونو له مخې، تر پرون (دوشنبې) ناوخته پورې د لبنان د پارلمان تر نیمايي زیاتو غړیو د نواف سلام ملاتړ کړی دی.
دا پرمختګ د دې ښودنه کوي چې په لبنان کې د حزبالله موقف کمزوری شوی دی. حزبالله، چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، غوښتل چې نجیب میقاتی په دې څوکۍ کې پاتې شي.
د دوشنبې تر مازیګر پورې، نواف سلام د پارلمان د ۸۴ غړو ملاتړ ترلاسه کړی و. ښاغلی سلام به، چې اوس مهال په هاګ کې اوسي، د خپلې دندې د پیل لپاره لبنان ته ستون شي.