د کرملین ماڼۍ وايي چې د ایران ولسمشر به د روسیې د رسمي سفر په ترڅ کې د مسکو او تهران د "هراړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ تړون" لاسلیک کړي.
کرملین د دوشنبې په ورځ (د جدي ۲۴) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ایران ولسمشر به د راروانې جمعې په ورځ (د جدي په ۲۸) په کرملین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.
دواړه ولسمشران به د دې تړون د لاسلیک تر څنګ د دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا لپاره د سوداګرۍ او پانګونې، ترانسپورت، لوژستیک، او بشري برخو په شمول پر مهمو سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې بې له دې چې د ایران او روسیې ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ تړون د لاسلیک نېټه څرګنده کړي، وویل چې د دې تړون د چمتو کولو بهیر شاوخوا دوه نیم کاله وخت ونیوه.