د بیل او ملیندا ګیټس بنسټ د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د اسلامي پراختیايي بانک په همکارۍ په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو او د لومړني روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره یو پروګرام پیلوي.
دا پروګرام به د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې تمویل شي.
د بیل او ملیندا ګیټس بنسټ د نړیوالې پراختیا څانګې رئیس، کریس الیاس، له ګلف ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې پرون (دوشنبې) خپره شوه، وویل چې دغه پروګرام به د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې پيل شي.
ده زیاته کړه: «د ګیټس بنسټ او د قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان حکومتونه د افغانستان د لومړني روغتیايي سیسټم د ملاتړ لپاره د اړتیا وړ مالي منابع د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې برابروي.»
افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو یا ګوزڼ ویروس پکې له منځه نه دی تللی.
د ګیټس بنسټ د نړیوالې پراختیا څانګې رئیس ګلف ټایمز ته ویلي چې د منځني ختیځ، پاکستان او افغانستان روغتیايي چارواکي هڅول کېږي چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره لازم اقدامات وکړي.
کریس الیاس په خپله مرکه کې په افغانستان کې د پولیو د محوه کولو لپاره د بودجې د اندازې په اړه څه نه دي ویلي.