د اسلام اباد غونډې له ټولو اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د سالمې ټولنې لپاره د نجونو د زده کړو ملاتړ وکړي

په اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان له لوري جوړه شوې غونډه

په اسلام اباد کې د نړۍ د مسلمانانو د ټولنې او د اسلامي همکارۍ سازمان د غونډې په دوهمه ورځ د افغان نجونو د زده کړو د حقونو په اړه خبرې وشوې او ګډونوالو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې پر افغان نجونو د تعلیم بندیز لغوه کړي.

د اسلام اباد په کوربتوب د نړۍ د مسلمانانو د ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان له لوري په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده او ګډونوال یې له جنستي توپیر پرته د نجونو د زده کړو په ګډون پر بېلابېلو حقونو ټینګار وکړ.

د دې غونډې یوې ګډونوالې، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ یکشنبه د غونډې په دوهمه ورځ د طالبانو پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل چې “طالبان ښځې انسانانې نه ګڼي” او په خبره بې نجونې یې له کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې کړي دي.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، ملالې یوسفزۍ دغه شان په ښکاره ډول وویل چې طالبانو د نجونو په ګډون پر افغان ښځو هم لسګونو بندیزونه او قوانین وضع کړي چې په خبره یې ښځې يې له خپلو بېلابېلو حقونو بې برخې کړي دي.

نوموړې د طالبانو له حکومته د نجونو پر زده کړو د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.

دا غونډه پرون شنبه پیل شوه او نن یې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

د دې ناستې په پای کې په خپرې شوې اعلامیه کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د حقونو په اړه ۱۷ بېلابېل وړاندیزونه شوي او ګډونوال سازمانونه او هېوادونه یې پر عملي کولو مکلف کړي دي.

له جنسیتي توپیر پرته د نجونو زده کړې، پر ملي او نړیواله کچه او د نجونو د هر ډول دیني او عصري ښوونې او روزنې د معیارونو لوړول، د ښځو او نجونو د زده کړو او حقونو لپاره د نړیوالو پر مرستو ټینګار، د بې وزلۍ، جګړو او ټولنیزو ننګونو له امله له زده کړو پاتې نجونو لپاره د زده کړو فرصتونه برابرول، د وړیا تحصیلي بورسونو په پام کې نیول او د نجونو د زده کړو د اهمیت په اړه د پوهانو، عالمانو، امامانو او مشرانو له لارې د پوهاوي کمپاین او د تعلیمي پروګرامونو پیلول د دغې اعلامیې له مهمو ټکو دي.

په دې اعلامیه کې اسلامي هېوادونو ته سپارښتنه شوې چې د دوی په خبره د هغو افراطي افکارو، فتواوو او کړنو په اړه پوهاوی ولري، چې د ځینو ټولنو له دودونو را ولاړېږي او د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډ ګرځي.

په اعلامیه کې دغه شان له ټولو اسلامي هېوادونو او سازمانونو غوښتل شوي چې د سالمې ټولنې لپاره د نجونو د زده کړو ملاتړ وکړي.

خو افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې پکې نجونې او ښځې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګه راګرځول شوي دي.

که څه هم طالبانو ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه خو دوی په کې ګډون نه دی کړی.

له زده کړو راګرځول شوې افغان نجونې او د ښځو د حقونو فعالانې دا ډول نړیوالې ناستې د دوی د برخلیک په اړه مهمې بولي او د دوام غوښتنې یې کوي.

دوی ټینګار کوي چې نړیوال په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه دې د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې د بندیزونو لیري کولو لپاره پر طالبانو فشارونه راولي او دوی ته دې قناعت ورکړي چې له دغو بندیزونو لاس واخلي.

د کندهار ولایت اوسېدونکې او د ۱۱ ټولګي زده کوونکې پښتنه چې اوس له زده کړو محرومه ده، ازادي راډیو ته یې وویل:

“کېدای شي د دغو اسلامي هېوادونو، دیني عالمانو (مذهبي) مشرانو خبرې ډېرې اغیزې ولري، که دوی تل داسې سره راټول شي نو ممکن زموږ ښوونځي بېرته پرانیستل شي.”

د ښځو د حقونو فعاله ماریا نوري وایي دوی دې له طالبانو سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پر نجونو او ښځو د دوی د لګول شویو بندیزونو په لرې کولو مشروطې کړي:

“په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو او ټولنو دا ناسته او دوام یې کولای شي د افغان نجونو د زده کړو د برخلیک د بدلون لپاره یو ستر فرصت واوسي، دوی باید پر طالبانو ټینګار وکړي چې د نجونو د زده کړو بندیزونه دې لرې او واضح دې کړي د زده کړو حق نه یوازې انساني حق دی بلکې په اسلام کې ستر ځای لري، که اسلامي هېوادونه غواړي چې دا ډول ناستې یې اغیزناکه وي باید (پر طالبانو) ډیپلوماتیک او اقتصادي فشارونه وارد کړي لکه دوی دې خپلې اړیکې له طالبانو سره د نجونو او ښځو د بندیزونو په لرې کولو مشروطې کړي.”

پرون شنبه د دې ناستې په لومړۍ ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنابایوا هم د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه اندېښنه وښوده او د ناستې له ګډونوالو سازمانونو له استازو یې افغان نجونو ته له بېلابېلو ممکنو لارو د زده کړو د فرصتونو برابرولو غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې چې د نړۍ د مسلمانانو ټولنې "رابطة العالم الاسلامي" او اسلامي همکاریو سازمان له لوري "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې جوړه شوې، د دغه سازمان مشر محمد بن عبدالکریم عیسی ټینګار وکړ چې په اسلام کې د نجونو پر زده کړو بندیز نشته.

غونډه کې د نړۍ د مسلمانانو ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان (OIC)، ملګرو ملتونو، نړیوال بانک استازو، مذهبي مشرانو، د زده کړو د حقونو فعالانو او د پاکستان د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د نژدې۴۷و اسلامي هیوادونو او ۱۵۰ غیردولتي سازمانونو استازو په کې ګډون کړی دی.

د افغانستان په ګاونډي هېواد پاکستان کې دا ناسته داسې مهال جوړه شوې وه چې طالبانو د په دغه هیواد کې د بیا واک تر لاسه کولو وروسته، په ښوونځیو کې له شپږم ټولګیو پورته تر پوهنتوننونو او ان په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر هر ډول زده کړو بندیز لګولی، ښځې یې په ټولو غیر دولتي موسسو او ادارو کې له کار کولو منع کړي او د دوی د عامه ژوند په بېلابېلو برخو یې هم ګڼ محدودیتونه لګولي دي چې وخت نا وخت یې نړیوال په غبرګون بېلابېلې څرګندونې، نیوکې او ناستې کوي.