د ترکیې د ناورینونو او بیړنیو چارو د مدیریت په ادارې (AFAD) په همغږۍ د دغه هیواد په مرستو بار ریلګاډی افغانستان ته ورسید.
د ترکیې «صباح» ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې دا ریلګاډی له ترکیې څخه د دسمبر په شلمه نېټه روان شوی و.
په دې ریلګاډي کې ۷۳۰ ټنه خوراکي او غیرخوراکي مواد شامل وو. دا مرستې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.
په کابل کې د ترکیې سفارت نن په خپله ایکسباڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې ریلګاډي کې د ضروري بشري مرستو لکه درملو او خوراکي موادو تر څنګ، هغه توکي هم شامل دي چې د ژمي له سختو شرایطو سره د مقابلې لپاره افغانان ورته اړتیا لري. دغه مرستې به په راتلونکو ورځو کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ووېشل شي.