د کلیفورنیا د اطفایې یو مسوول وایي چې که څه هم د لاسانجلس د «پاسیفیک پالیسیدز» په سیمه کې ۱۱ سلنه اور کنټرول شوی، خو دا اور د ښار لویدیځ مندویل کانیون سیمې ته غځېدلی او وېره شته چې برینټ ووډ» ته هم خپور شي.
برینټ ووډ یوه لوکسه سیمه ده چې ګڼ شمېر مشهور شخصیتونه په کې ژوند کوي.
د لاسانجلس په شتمنه سیمه پاسیفیک پالیسیدز کې د اور وژلو پراخو عملیاتو د شنبې تر ورځې (د جنورۍ ۱۱) پورې دوام درلود، ځکه چې دغه اور د شپې په اوږدو کې شاوخوا ۴۰۰ هکتاره نورې ساحې ته خپور شو.
په ورته وخت کې د دې ځای اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې ممکن د هوا شرایط نور هم خراب شي او اور لا پسې زیات شي.
د لاسانجلس د ښاروال رابرت لونا، په وینا، ۱۶۶ زره نورو کسانو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې کېدای شي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.
د سې شنبې له ورځې راهیسې د لاس انجلس ښار په بیلابیو برخو کې د شپږو اورونو په پایله کې، لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي او ۱۰ زره ودانۍ ویجاړې شوې یا زیانمنې شوې دي. اټکل کېږي چې لږ تر لږه ۱۳ کسان لا هم ورک دي.
په سوځېدلو کورونو کې ډېر قیمتي کورونه هم شامل دي.
له هغو مشهورو شخصیتونو یا سیلیبریټیانو څخه چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، پاریس هیلتون، او همدارنګه لیټون میستر او اډم برودي یادولی شو، چې څو ورځې وړاندې یې د گولډن گلوب په مراسمو کې ګډون کړی و.
تاد هاپکینز، چې د کلیفورنیا د اور وژنې یو چارواکی دی، په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې دې اور تر اوسه ۸۹۰۰ هکتاره ځمکه سوځولې ده.
د راپورونو له مخې، د سانتا آنا شدید بادونه، چې اورونه یې لا زیات تېز کړي وو، د جمعې په شپه کمزوري شول. خو د پالیسیدز اور د ښار په لویدیځه څنډه کې بل لوري ته خپرېده، ځکه چې بادونه د آرام سمندر له لورې چلېدل او د سن فرناندو درې ګڼ میشته غونډیو ته یې ګواښ جوړ کړی و.
دا اور، چې د لاس انجلس په تاریخ کې تر ټولو ویجاړوونکی اور ګڼل کېږي، یو شمېر مېنې په بشپړ ډول په ایرو بدلې کړې دي.
د لومړنیو اټکلونو له مخې، د دې اورونو له امله د زیانونو او اقتصادي تاوان اندازه له ۱۳۵ څخه تر ۱۵۰ میلیارده ډالرو پورې ده.
د کلیفورنیا د بیمې کمیشنر ریکاردو لارا، د جمعې په ورځ د بیمې له شرکتونو وغوښتل چې د بیمې د تړونونو ځنډول او د هغو بیمو لغوه کول ودروي چې د اورونو له پیل څخه مخکې د کور مالکانو ترلاسه کړې وې، او زیانمن شویو کسانو ته د بیمې د حقونو د ورکړې وخت وغځوي.
د هوا پېژندنې د وړاندوینو پر اساس د اور وژونکو لپاره د هیلو یو څرک پیدا شوی او په دې توګه، وضعیت یې له "ډېر بحراني" څخه "بحراني" ته راټیټ کړی دی.
خو اټکلونه ښيي چې تر راتلونکې اوونۍ پورې د باران د اورېدو تمه نه شته، او په همدې اساس، د اور د دوام او حتی د پراخېدو لپاره شرایط مساعد دي.