د سوډان پوځ وايي، له خپلو مخالفانو یې ود مدني ښار نیولی

د سوډان پوځ پرون شنبه ویلي، چې مرکزي ښار ود مدني ته داخل شوی او د چټک ملاتړ ځوکونو په نوم ملېشه ځواکونه یې شاتګ ته اړ ایستلي دي.

دا به په نژدې دوه کلنه جګړه کې د سوډان د پوځ لپاره تر ټولو لویه بریا وي. پوځ یوه ویډیو هم خپره کړې، چې پوځیان په دغه ښار کې ښکاري، چې د الجزیره ایالت مرکز دی.

د چټک ملاتړ ځواکونو دغه ښار د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر میاشت کې نیولی و.

که چېرې دغه ټول ولایت ونیول شي، دا به په هغه جګړه کې چې د ۲۰۲۳م کال په اپرېل کې پیل شوې، د پام وړ بدلون وي.

دا جګړه په پوځ کې د چټک ملاتړ ځواکونو د ادغام پر سر د لانجو له کبله پیل شوه، چې په نړۍ کې یې تر ټولو ستر بشري بحران رامنځته کړ او د څه باندې ۱۲ ملیونه کسانو د بېځایه کېدو سبب شوه او د سوډان نیمايي وګړي یې له لوږې سره مخامخ کړل.