کتاب پلورونکي: ډېری افغانان ناولونه اخلي

په افغانستان کې يو شمېر کتاب پلورونکي وايي، د نورو کتابونو په پرتله ناولونه ډیر مینه وال لري او خلک یې غواړي.

د ژمي يخه هوا، ختين کور، د لندې خاورې وږم، صندلۍ، د شمعې رڼا او د ناولونو لوستل، دا هغه څه دي چې فرزانې د ژمي په يخ موسم کې ځانته ملګري ګرځولي او د خيال فضا يې پرې رنګينه کړې.

دا چې د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکې ده وايي، ناولونه یې ډیر خوښېږي او د شپې یې له لوستلو پرته سترګې خوب ته نه ورځي:

"هره کيسه او هر ناول چې لولم زما ژوند کې يو خاص بدلون راولي ناول موږ ته يوه تجربه راکوي که چېرې موږ يو ناول وايو اړتيا نه لرو چې بيا يو څه تجربه کړو ځکه له مخکې مو ناول کې تجربه کړي وي، په ښو او بدو يې پوهېږو بل دا چې ناولونه مو له فرهنګونو سره بلدوي او خوند راکوي."

د پلازمینې بل اوسېدونکی حسیب الله هم په ناولو لوستلو روږدی دی، دی وايي ناولونه یې د تلوسې له امله ډیر خوښېږي او همدا تلوسه یې کتاب سره ساتي:

"له ناولونو سره ځانګړې مينه لرم تل يې له مطالعې سره تړلى ساتلى يم، کله چې يو ناول لولم نو چې پيل يې کړم ختمېدو ته مې تلوار وي چې ژر يې په پاى پوه شم ځکه مې تل لوستلو ته هڅوي."

په افغانستان کې يو شمېر کتاب پلورونکي هم وايي، د نورو کتابونو په پرتله ناولونه ډیر مینه وال لري او خلک یې غواړي.

په کابل کې د سروش په نوم کتاب پلورنځي مسوول نجیب الله ځيرک ازادي راډیو ته وویل:

"دې وروستيو کې د ناولونو فروشات ډېر ښه شوي په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې خلک د کتاب لوستلو ته ډېره مخه کوي، د دغو کتابونو چاپ هم ډېر دى ځکه عام خلک يې ډېر لولي ارزانه هم وي تر سياسي او نورو کتابونو، که دوکاندار وي که محصل او که بزګر ټول يې لولي نور کتابونه خاصه برخه لولي خو ناولونه عام خلک لولي عموما په کتاب پلورنځيو کې هغه کتابونه ډېر خرڅېږي چې عام خلک يې ډېر ولولي."

ننګرهار کې د مازدیګر په نوم کتاب پلورنځي خاوند عزت الله ځواب هم دا خبره تاییدوي:

" نسبت نورو کتابونو ته د ناول بازار ښه دی، یعنې ناولونه ډیر لوستونکي لري."

په جرمني کې میشت ناول لیکونکی محب الله زغم دا یو ښه خبر ګني وايي، په نوره نړۍ او ټولنو کې له پخوا راهیسې ناولونه ډیر لوستل کېدل او اوس هم ډیر مینه وال لري، ښاغلي زغم ازادي راډیو ته وویل:

"دا اوس هم چې په اروپايي هیوادونو کې په اوږدو مزلونو کې، په ټرین با بس کې چې سفر کوې د اکثرو خلکو کتابونه په لاس کې ناولونه لولي، دغه شان په کورونو کې هم د ناول لوستلو فرهنګ په نورو ټولونو کې له پخوا ډیر عام و، ناولونه معمولاً تلوسه لري او د ژوند یوع عمیقه تجربه له سړي سره شریکوي او د انسان، تخیل، تفکر، منطقي استدلال او عواطف دا هر څه ورسره روزل کېږي."

ناول یو ادبي ژانر دی چې د واقعیت او خیال پر بنسټ موږ له پيښو سره اشنا کوي، کرکټرونه راپيژني او د ژوند بیلابیل اړخونه بیانوي.

د کره کتونکو په وینا، لنډه کیسه داسې ده لکه د شپيلۍ غږ او ناول لکه د موسیقي د کورس ساز. ناول له لویې ونې سره هم تشبیه شوی دی، ناقدان وایي، لنډه کیسه لکه د ونې څانګه او ناول لکه ټوله ونه.

ناول یوه لایتني کلمه ده چې د نوي یا تازه معنا ورکوي. په اوولسمه او اتلسمه پيړیو کې زړو خیالي کیسو د اوسني ناول بڼه خپله کړه او بیا په نولسمه او شلمه پيړۍ کې ناول په بیلابیلو ډولونو وویشل شو، لکه تاریخي، ساینسي، فانتزي، عشقي او داسې نور.

پخوا به په افغانستان کې ایراني پولیسي ناولونه ډیر لوستل کېدل او له نورو ژبو به هم پښتو او دري ته ژباړل کېدل خو په وروستیو څو لسیزو کې په ډیر شمیر سره افغان لیکوالو هم ناول لیکنې ته مخه کړه چې یو شمیر یې ښه وځلېدل.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د ځیني کتابونو په خرڅولو بندیز لګولې او له کتاب پلورنځیو یې ټول کړي دي، چې د یو شمیر کتاب پلورونکو په خبره د ناول په ګډون په محدود شمیر سره داستاني اثار هم په کې شامل دي.