د لاس انجلس اور نورو سیمو ته غځېدلی

د کلیفورنیا د اطفایې یو مسوول وایي چې که څه هم د لاس‌انجلس د «پاسیفیک پالیسیدز» په سیمه کې ۱۱ سلنه اور کنټرول شوی، خو دا اور د ښار لویدیځ «مندویل کانیون» سیمې ته غځېدلی او وېره شته چې «برینټ ووډ» ته هم خپور شي.

«برینټ ووډ» یوه لوکسه سیمه ده چې ګڼ شمېر مشهور شخصیتونه په کې ژوند کوي.

د لاس‌انجلس په شتمنه سیمه پاسیفیک پالیسیدز کې د اور وژلو پراخ عملیاتو د شنبې تر وځې (د جنورۍ ۲۲) پورې دوام درلود، ځکه چې دغه اور د شپې په اوږدو کې شاوخوا ۴۰۰ هکتاره نورې ساحې ته خپور شو.

په ورته وخت کې د دې ځای اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې ممکن د هوا شرایط نور هم خراب شي او اور لا پسې زیات شي.

د لاس‌انجلس د ښاروال، رابرت لونا، په وینا، ۱۶۶ زره نورو کسانو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې کېدای شي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.