د طالبانو د ځايي چارواکي په خبره د دواړو خواو ترمنځ ډزو د سهار لسو بجو پورې دوام کړی چې پکې د سرکاڼو ولسوالۍ کې یو تن وژل شوی او بل ټپې شوی دی.
په کونړ کې یوې حکومتي سرچینې چې له نوم ښودلو او غږ ثتبولو يې ډده کوله ازادي راډیو ته وویل: تېره شپه شاوخوا دوه بجې پاکستانیو ځواکونو د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه،نولۍ او نورو نږدې سېمو د توپونو پنځوس ګولۍ ویشتلې دي. د دې سرچینې په خبره په دې بریدونو کې یو تن وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
دغه طالب چارواکي دا هم وویل چې د پاکستان د بریدونو په غبرګون طالبانو هم د کرښې هاخوا ځینې نظامي مرکزونه او اهداف په توپونو ویشتلي او د ډزو دې تبادلې د سهار تر لسو بجو پورې دوام کړی.
د سرکاڼو دوو تنو اوسیدونکو ګل محمد او امین الله ازادي راډیو ته وویل: تیره شپه يې په سېمه پاکستانیو پوځیانو د توپونو په لسګونو ډزې کړي او خلک د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.
«پاکستان د توپونو په ویشتلو شروع وکړه،لومړی یې د نولۍ،ناوې او د کنګل شاوخوا په سپکو وسلو وویشتلې او له هغه وروسته يې همدا ځایونو په درنو توپونو وویشتل له اتیاو زیاتې ګولۍ يې راویشتلې دي.»د سرکاڼو یو اوسیدونکی
امین الله وویل:
«ولسونو له ویرې خپل ځانونه او کورنۍ مسلم اباد،بېلې،نو اباد او دمکلي ته رسولې دی.شپه ډېره ناارامه تېره شوه.پاکستان ډېرې بې رحمه ډزې وکړې چې شمیر به یې اتیاو پورې رسیده.»
دانګام هم له تیرو دوه شپو څخه د پاکستاني ځواکونو د توپچي بریدونو لاندې وو او د ځايي اوسیدونکو په وینا، تر اوسه یې د سیاڼ،درګۍ،سور کمر شاوخوا سېمو باندې له پنځوسو زیاتې د توپونو ګولۍ لګیدلې دي.
یوې امنیتي سرچېنې چې له نوم ښودلو يي ډډه کوله ازادي راډیو ته ومنله چې په دانګام د توپونو ۴۵ او پر سرکاڼو ۵۰ ګولۍ راویشتل شوي دي.
یادې سرچېنې وویل: په دانګام او سرکاڼو کې یو شمیر کورونه تخریب شوي او له لسو زیات څاروي هم له منځه تللي دي.
تراوسه پاکستاني چارواکو پر سرکاڼو او دانګام ولسوالی د تازه توپچي بریدونو په اړه څه ندي ویلي.
د یادونې ده چې له ۲۰۱۰ کال څخه پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته پرتې ګڼې سېمې په توپونو او نورو درنو وسلو ویشتلي او پکې يې په سلګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ په زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پريښودو ته اړې کړې دي.
پاکستاني چارواکو مخکې خبرداری ورکړی چې خاورې ته یې د ورپېښو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره په هره سیمه د برید حق لري.
د پاکستان حکومت تور لګوي چې له افغان خاورې په استفادې وسله وال بریدګر په تېره بیا د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان غړي پر پاکستان بریدونه ترسره کوي.
دا تور طالبانو په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چاته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې د نورو پر ضد ګټه واخلي.
پاکستان تر دې مخکې په پکتیکا کې هم ګڼې سیمې بمبار کړي او ادعا یې کړې چې ترهګر یې وژلي.
په دې اړه نور:
د برمل برید؛ د سیمې اوسېدونکي وايي ملکي خلک وژل شوي ديطالبانو اکثر د پاکستان د بریدونو په غبرګون د پاکستان په خاوره ځينې اهداف په نښه کړي او خبرداری یې ورکړی چې پاکستان باید له دغسې بریدونو لاس واخلي.