د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

په خوست کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه بیا توده شوې ده


پاکستاني پوځیان، ډیورنډ کرښه (عکس له آرشیف څخه)
پاکستاني پوځیان، ډیورنډ کرښه (عکس له آرشیف څخه)

ډیورند کرښې ته څېرمه د خوست ولایت د علیشېر ولسوالۍ اوسېدونکو تېره شپه بیا په جګړه کې تیره کړه.

په خوست ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز د دغو نښتو په اړه ازادي راډیو ته وویل "بېګا شپه ناوخته شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستاني پوځ له لوري د خوست ولایت د علیشیر ولسوالۍ اړوند، د فرضې کرښې دې غاړې ته پر دریو کلیو ایروکام، کاږه او ګړاب د هاوانونو مرمۍ وویشتل شوې چې افغان دفاعي ځواکونو یې کلک ځواب ویلی دی.”

په خوست کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو پر ډیورند کرښې پرتې ایرکام، کاږه او ګراب سیمې ویشتلي او دوی یې کلک ځواب ورکړی دی.

په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت ځینو امنیتي سرچینو بیا ازادي راډیو وویل چې دا جګړه تېره شپه هغه مهال پیل شوه چې د ډیورند کرښې هاغاړې د دوی په خبره د «شریرو عناصرو» له خوا افغان خاورې ته د ننوتلو هڅه کېدله او هاوان مرمۍ یې د دغې ولسوالۍ دڅو کلیو په لوري وتوغولې.

سرچینه زیاتوي، که څه هم دا مرمۍ د علیشېر ولسوالۍ پر څو کلیو لګېدلي خو په وینا یې خلکو ته یې مالي او ځاني تلفات نه دي اړولي. دا خبره د علیشیر ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي هم تاییدوي.

دوی وایي، پنجشنبې (د مرغومي ۱۳مه) د شپې پر یوه نیمه بجه د دغې ولسوالۍ په صادقو، تیرسر، بټۍ او ډبګي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ بیا جګړه وشوه چې د دوی په وینا د سهار تر پنځه نیمو بجو پورې یې دوام وکړ.

د سیمې اوسېدونکي وېرېږي چې که جګړه سخته شي نو دوی به له خپلو مېنو وتلو ته اړ شي.

د علیشېرو ولسوالۍ اوسېدونکي ظفر خان ازادي راډیو ته وویل "جګړه د شپې څه باندې یوه بجه وه چې پیل شوه او دواړو طرفونو ته د درنو او سپکو وسلو ډزې وشوې. جګړې تر سهاره دوام وکړ، خو له نېکه مرغه چې دا مرمۍ د چا په کورونو نه دي لګېدلي. وبه ګورو چې بیا به هم جګړه دوام کوي که نه، فعلا خو حالت نورمال دی."

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یوه سیمه د پاکستان له هوايي برید وروسته
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یوه سیمه د پاکستان له هوايي برید وروسته

د علیشېرو ولسوالی د ډبګي سیمې یوه اوسېدونکي چې هغه هم نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وویل"بیګا شپه د خوست د علیشېر ولسوالۍ په ډبګي سیمه کې د نښتو پر مهال د ډېرو زورورو وسلو غږونه اورېدل کېدل. جګړې د سهار تر شپږ بجو دوام وکړ. تر اوسه خو ځایي خلک په خپلو مېنو کې دي، کوم زیان نه دی رسېدلی. دا غرنۍ سیمې دي هوا پکې ډېره سړه ده او خلک ډېر وېرېږي چې د جګړې له د خپلو کورنو ته اړ نه شي."

دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې د پاکستان پوځ د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ بمباري وکړه.

د پاکستان حکومت تر اوسه د دغو نښتو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو تر هوايي برید وروسته دا لږترلږه دوهم ځل دی چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې د پاکستاني پوله ساتو او د طالبانو د حکومت د ځواکونو تر منځ نښتې کېږي.

تېره اونۍ د پاکستان د پوځ جنګي جېټ الوتکو د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ برید وکړ چې د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په وینا د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ کسان پکې ووژل شول او ۶ نورټپیان شول.

پاکستان وايي چې په دې سیمو کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا TTP پټنځایونه لري، خو د طالبانو حکومت او د TTP ویاند تل دا ادعاوې رد کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ځلونو د پاکستان د دې ادعا په اړه ویلي چې په پاکستان کې نا امنۍ د هغه هېواد کورنۍ مسله ده او دوی به هېڅ چا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

XS
SM
MD
LG