تر بندیزونو لاندې د رباب شرنګ
Your browser doesn’t support HTML5
د هرات رباب جوړونکی وايي له بندیزونو سره یې بیا هم اقتصادي ستونزې رباب جوړونې ته اړباسي.
رباب چې له پېړیو راهیسې د افغانستان د موسیقۍ مهمه آله ده، تېر دسمبر میاشت کې یې د ملګرو ملتونو ښوونیز او فرهنګي سازمان یا یونسکو جوړول او غږول د افغانستان، ایران، ازبکستان او تاجکستان د ګډ ناملموس فرهنګي میراث په توګه ثبت کړ.
ځينې هنرمندان وایي د محلي موسیقۍ ساتل او پالل خپل مسوولیت بولي او ژمن دي چې راتلونکو نسلونو ته به یې انتقالوي.