په داسې حال کې چې د یو شمیر نړیوالو سازمانونو په خبره افغانان یو " بې رحمه " ژمی تجربه کوي، د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون (ای اف ار سي IFRC) ویلي د ارزونو دوام ښيي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال د وروستۍ سړې څپې اغیزې پراخې دي.
دې فدراسیون د ملي ناورین سازمان په حواله د جنوري په ۸مه نیټه راپور ورکړی چې په وروستۍ څپې کې د افغانستان په لږترلږه ۱۸ ولایتونو کې نژدې ۳۲۵ زره او ۲۰۵ کسان اغیزمن شوي او زرګونه څاروي هم له منځه تللي، چې د خلکو په ژوند یې سخت اغېز کړی دی.
د (ای اف ار سي) د راپور له مخې بدخشان، بادغیس، بلخ، فراه، فاریاب، غور، هرات، جوزجان، کندوز، نورستان، ننګرهار، سرپل، ارزګان او زابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو ډیر اغیزمن شوي دي.
په دې راپور کې د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې سړې څپې ته اشاره شوې، چې په غور ولایت کې ۳۳- ته د تودوخې درجې د راټیټيدو له امله ۷۰ زره څاروي له منځه ولاړل او ۷۰ کسان مړه شول.
همداراز په راپور کې په نورستان کې د واورې ښوییدنې (برف کوچ) له امله د ۲۵ کسانو مړه کیدو، د ۲۰ کورونو له منځه تلو او د ۳۵۰ کورنیو بې ځایه کیدو یادونه شوې.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون دغه شان ټینګار کړی چې بشري اړتیاوې خورا مهمې دي او د ټولنې د مقاومت پیاوړي کولو لپاره، په ځانګړې توګه د اقلیمي بدلون اغیزو او د ناورین د خطر کمولو په برخه کې اوږد مهاله مرستو ته اړتیا ده.
په ورته وخت کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې یو شمیر خلک وايي چې د هوا په سړیدو سره د دوی ستونزې لا ډيرې شوي او مرستو ته اړتیا لري:
د غور ولایت اوسیدونکي، عبدالکریم ازادي راډيو ته وویل: «ستونزې لرو، د سون توکي نلرو، پخوا مو کار کاوه اوس کار نشته، د سون توکو د اخیستو توان نلرو، کورونه ساړه کیږي ماشومان مې ناروغه دي خو ان د درملو د اخیستلو توان نلرم.»
د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د نکره کلي اوسیدونکي، حضرت الله ازادي راډيو ته وویل: «د ژمي موسم په رارسیدو سره ګڼې ستونزې راولاړې شوي، په ځانګړې توګه په نورستان کې، یخني ډیره زیاته وي، بیلابیلې ناروغي پیدا شوي، او خلک د سون توکي نلري ځکه بې وزلي غربت او بیکاري زیاته ده.»
دا کسان په داسې حال کې د مرستو غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اټکل له مخې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۵.۸ میلیونه خلک بېړنیو سرپناه او غیر خوراکي مرستو ته اړتیا ولري.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو ایف پي) هم د ډسمبر په ۲۴ مه پر خپله اېکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي و چې افغانستان "بې رحمه" ژمي سره مخامخ دی او روان ژمي دوی کولای شي یوازې له شپږ میلیونونه کسانو سره مرسته وکړي.