امریکا د ښه نیت په توګه پر سوریې ځینې محدودیتونه کم کړل

سوریه

سوریه

د امریکا حکومت په داسي حال کې چې پر سوریې د بشار اسد د حکومت په مهال بندیزونه په خپل حال ساتلي، د دغه هیواد نویو چارواکو ته د ښه نیت د څرګندولو لپاره یو لړ محدودیتونه لیري کړل.

د جو بایډن حکومت په یوه اقدام کې، چې د دمشق د نویو واکمنانو په وړاندې د "ښه نیت" څرګندونه ګڼل کېږي، د سوریې پر وړاندې د بندیزونو د ساتلو ترڅنګ، د بشري مرستو او اساسي خدماتو د انتقال په برخو کې محدودیتونه کموي.

رویټرز خبري اژانس د جو بایډن د حکومت له دې پرېکړې د خبرو سرچینو په قول وویل چې د دې اقدام هدف دا دی چې د جګړه ځپلې سوریې د خلکو د ژوند شرایط په داسې حال کې ښه شي چې د متحده ایالاتو د بندیزونو د فشار وسیله هم پر ځای پاته شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د بشار اسد د حکومت له پرزېدو او د "هیئت تحریر الشام" د لنډمهاله حکومت له واک ته رسېدو وروسته، د واشنګټن د حکومت چارواکو تر اوسه څو ځله د دې نوي حکومت له غړو سره لیدنې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي، چې مشري یې باربرا لیف کوله، د نوي حکومت په لومړیو ورځو کې د هیئت تحریر الشام له مشر احمد الشرع سره په دمشق کې ولیدل. له دې وروسته اعلان وشو چې د هیئت تحریر الشام د قومندان په اړه هغه لس میلیون ډالري جایزه، چې واشنګټن د تېرو کلونو په ترڅ کې ټاکلې وه، لغوه شوې ده.

خو د رویټرز پر اساس، متحده ایالات لا هم دا ډله، چې له القاعدې سره یې خپلې پخوانۍ اړیکې پرې کړې او د هغې پر وړاندې یې جګړه کړې، یوه ترهګره ډله بولي. واشنګټن له "هیئت تحریر الشام" سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د ټولې سوریې د خلکو د استازي حکومت د جوړېدو په شان برخو کې د همکارۍ غوښتونکی دی.

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د بایډن حکومت د تېرې اوونۍ په پای کې له سوریې سره د مرستو اړوند محدودیتونه کم کړل او اعلان یې وکړ چې دا اقدام به د خزانې وزارت ته اجازه ورکړي چې هغو ډلو او شرکتونو ته معافیت ورکړي چې د خلکو اساسي اړتیاوې لکه اوبه، بریښنا، او نورې بشري مرستې برابروي.

د امریکا د خزانې وزارت ویاند، چې د سوریې بندیزونه څاري او تطبیقوي، د دې راپور په اړه له څه ویلو ډډه وکړه؛ نه یې رد کړ او نه یې تایید.

وال سټریټ ژورنال زیاته کړې چې د بایډن د حکومت پرېکړه د سوریې پر وړاندې د بندیزونو د پاتې کېدو په اړه دا ښیي چې سپینه ماڼۍ لا هم د سوریې د نویو مشرانو په اړه اندېښنې لري.

د دمشق د موقت حکومت چارواکو ویلي چې بندیزونه د بشار اسد پر حکومت پورې اړه لري او له نړیوالې ټولنې یې د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده. د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ قطر ته د سفر پر مهال د امریکا د بندیزونو د ختمېدو غوښتنه وکړه.

د امریکا او اروپايي اتحادیې بندیزونه د سوریې د کورنۍ جګړې په تعقیب ولګول شول، چې په زرګونو کسان په کې وژل شوي، په ځانګړې توګه په هغو بمبارونو کې چې د کیمیاوي وسلو د کارونې شک پرې موجود و.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې تېره اوونۍ د کورنۍ جګړې په اړه وویل چې په دې جګړه کې د ۵۲۸ زره کسانو د وژل کېدو اسناد موجود دي.

د فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو، چې په تېرو ورځو کې یې په دمشق کې له احمد الشرع سره لیدلي، ویلي چې د اروپايي اتحادیې د بندیزونو لرې کول به په دې پورې اړه ولري چې د سوریې نوي واکمنان په سیاسي برخه کې کوم لوري ته روان دي.