د موزمبیق د اپوزیسیون مشر د ولسمشر د لوړې مراسمو لپاره دغه هېواد ته ستنېږي

د موزمبیق د اپوزیسیون مشر چې له دغه هېواده بهر، د ولسمشرۍ ټاکنو د نتایجو په اړه د څه باندې دوو میاشتو مرګونو اعتراضونو مشري کوله وايي، د پنج شنبې په ورځ د ولسمشر د لوړې مراسمو لپاره دغه هېواد ته ستنېږي.

ونانسیو موندلانه (Venancio Mondlane) پرون یکشنبه په هغه وینا کې چې پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه خپرېدله، وویل د پنج شنبې په ورځ به پر ځايي وخت اته بجې او پنځه دقیقې د ماوالان هوايي ډګر ته ورسېږي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې موندلانه د اکتوبر میاشتې پر ۲۱مه له موزمبیق څخه وتلی و، ځکه چې د ده په وینا خپل ژوند ته اندېښمن و. هغه د ولسمشرۍ د اکتوبر میاشتې د نهمې ټاکنې چلنج کړې دي.

د دغو نتایجو له مخې هغه د اپوزیسیون د کاندید په توګه په دویم کتار کې راغلی دی.

ټاکل شوې چې د موزمبیق د واکمن ګوند کاندید دانیل چاپو د جنورۍ پر ۱۵مه د منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړي. موزمبیق د افریقا لویې وچې په جنوب ختیځ کې پروت دی او پلازمېنه یې ماپوتو ښار دی.