په لوېدیځه غاړه کې پر هغه بس چې اسرائیلي وګړي یې لېږدول، د ډزو په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي دي.
د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، د اسرائیل د اضطراري خدماتو او ژغورنې ملي ادارې ویلي، په دې حمله کې چې نن شوې لږ تر لږه ۶ نور کسان ټپیان شوي دي.
دغه حمله د فلسطینیانو په الفندوق کلي کې شوې ده. هغه عمده لار چې له ختیځ څخه د لوېدیځ پر لوري غزېدلې له دې کلي تېرېږي. د حمله کوونکي او قربانیانو د هویت په باب څه نه دي ویل شوي.
له کله چې حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل ناببره حمله وکړه په لوېدیځه غاړه کې ناکراري زیاته شوې ده.
د امریکا متحد ایالتونه اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي. په بل خبر کې د فلسطینیانو روغتیا وزارت وايي په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې پرون د اسرائیلي ځواکونو په ډزو دوه فلسطینیان وژل شوي، چې یو تن یې ۱۷ کلن هلک دی.
د اسرائیل پوځ ویلي چې په نابلس کې د شوې پېښې په باب څېړنې کوي. د اسرائیل پوځ وايي دوی پر هغو وسلوالو ډزې وکړې چې په نابلس ساحه کې د دوی پر لوري د منفجره وسایلو ګوزار کاوه.