افغاني سره میاشت: ۱۸ په زړه سوري ماشومان مو د درملنې لپاره معرفي کړي دي

AFGHANISTAN -- Afghan Red Crescent Society (ARCS) workers distribute aid in the form of household goods to earthquake affected people in Behsud district of Nangarhar Province, October 28, 2015

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوري اخته ۱۸ نور ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل کې څلورو روغتونونو ته معرفي کړي دي.


د طالبانو تر کنټرول لاندې دغې ادارې پرون یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.

دغې ټولنې مخکې هم د زړه په سوري ځینې اخته ماشومان د درملنې لپاره په کابل کې ځینو روغتونونو ته ورپېژندلي وو.

د زړه په سوري د اخته ماشومانو تر څنګ لسګونه نور ناروغ ماشومان هم هر کال جرمني ته لېږل کېږي، چې هلته یې «د سولې کلي» بنسټ درملنه کوي.