د هوا اټکل: سر له سبا په ګڼو ولایتونو کې د هوا درجه ټیټیږي

د هواپېژندنې ریاست سر له سبا دوشنبې د سالنګونو په ګډون د هېواد په مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو کې د هوا د درجې د ټیټېدو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په خپل خبرداري کې نه دي ویلي چې هوا په څو درجو ته راټیټېږي.

په همدې حال کې د طالبانو ټولګټو وزارت د درنې واورې له کبله د څو لارو د تړل کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، د سالنګونو لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې، دغه راز «د غزني مالستان او ناور، د جاغوري او اجرستان ولسوالیو سړکونه او د بامیان د قوناق، اب قول کرمان او شاتو کوتلونه او د دې ولایت د پنجاب ولسوالۍ د دهن سیاه مسیرونه هم د واورې ورښت له امله تړل شوې دي.»

نن شنبه هم د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د باران او واورې د دوام اټکل شوی دی.