د ښځو پر کار بندیز افغانستان ته د کال نژدې یو نیم میلیارد ډالره زیان اړوي

یوه نوې څېړنه ښیي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز د دې هېواد اقتصاد ته په کلني ډول یو عشاریه څلور میلیارده ډالر زیان رسوي.

دا څیړنه، چې د متحدو ایالتونو د ارکانساس پوهنتون د پروفیسر هري انتوني پترینوس له خوا د نړیوال بانک د زده کړو برخې کارپوه، راجا بینتاویت کتان او د امریکا د پوهنتون اقتصاد پوه، رفیع الدین نجم په همکارۍ ترسره او د جنوري په ٣مه نیټه خپره شوې، په افغانستان کې د ښځو د زده کړې پر اقتصادي او ټولنیزو اغیزو تمرکز کوي.

په دې څیړنه کې راغلي چې دا شمیرې د افغانستان په ملي عاید کې ٢ سلنه کموالی ښيي.

څیړنه په ډاګه کوي چې د نجونو پر زده کړو د بندیز د هرې ورځې په تیریدو سره نسلونه نور هم شاته کیږي، اقتصادي زیانونه ډیریږي، او د میلیونونو ماشومانو او ښځینه متشبثینو هیلې له منځه ځي.

په دې څیړنه کې چې په افغانستان کې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د نجونو د زده کړې ټولنیزې ګټې پرتله شوي راغلي، د دوی پر زده کړو پانګونه نه یوازې د میرمنو لپاره بلکې د ټولې ټولنې لپاره دوامداره اقتصادي او ټولنیزې ګټې راوړي.

دا څیړنه په داسې حال کې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د میرمنو پر زده کړو او کار ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر دې هیواد له بیا واکمنیدو وروسته د افغان نجونو او ښځو په هر ډول زده کړو او کار بندیز ولګاوه.

یو شمیر میرمنې چې د طالبانو د دې بندیزونو له امله بې روزګاره شوي وايي، له خورا بد اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان دي.

دوو میرمنو چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: «شپږ ماشومان لرم، زه د کورنۍ سرپرسته یم، پرته له خدایه بل هیڅوک نه لرو، ۲۰۰۰ کرایه ورکوم، د برق او د اوبو پیسې ورکوم، ماشومان مې ټول واړه دي د کار نه دي چې ډوډۍ راته وګټي، ما کار کاوه درې کاله مې پخلی کاوه ۵ زره مې معاش و خو کله چې طالبان راغلل وزګاره شوم.»

«وروسته له دې چې دندې مو له لاسه ورکړې او په کورونو کیناستو، له بده مرغه ډيرو اقتصادي ستونزو او تر څنګ یې له رواني ستونزو سره مخ یو، د دې پر ځای چې خپل کورنۍ سره مرسته وکړو او اوږه په اوږه کار وکړو، کورونو کې ناستې یو.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو پوه عبدالنصیر رشتیا هم د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره، د میرمنو او نجونو د ودې پر اړتیا ټینګار کوي.

«په هغه ټولنه کې چې ښځې رول ونه لري، هغه ټولنه نه شي کولای چې پرمختګ وکړي او یا په خپل پښو ودریږي، که چیرته دوی ته د کار زمینه برابره نه وي، له بده مرغه چې د بې وزلۍ کچه هم زیاتیږي او د دوی کورنۍ او ماشومان له ډيرو ستونزو سره مخ کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یوه کال وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو ان دي پي) راپور ورکړی و چې د میرمنو پر کار د طالبانو بندیز د افغانستان اقتصاد ته په کال کې ۱ میلیارد ډالر زیان رسوي.