د المپیک لوبو ۱۰۳ کلنه اتله مړه شوه

د المپیک لوبو بوډۍ اتله اګنیس کیلیتي

د المپیک لوبو تر ټولو زړې اتلې اګنیس کیلیتي د جنوري په دوهمه په بوداپست کې ساه ورکړه.

فرانس پریس اژانس څرګندوي چې کلیتي ته تیره اونۍ د سږو تکلیف پيدا شو او روغتون ته انتقال شوه. دا د جنوري په لسمه ۱۰۴ دیرش کلنه کیده.

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان په فیسبوک کې د کیلیتي انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي:« ستاسو له ټولو هلو ځلو مننه، خدای دې مل».

کیلیتي د ۱۹۵۲ کال او ۱۹۵۶ کلونو په المپیک لوبو کې د سروزرو پنځه او د برونزو لس میډالونه ګټلي و.

دې د نړیوالې دوهمې جګړې پرمهال هم د المپیک په لوبو کې ګډون کړی و، خو د جګړې له امله دا لوبې ونه شوې. بیا د دې په خاطر نازیانو له لوبو منع کړه چې یهوده وه. وروسته بیا کیلیتي د نازیانو له ویرې پټه وه، ونه نیول شوه؛ خو نازیانو د دې پلار او نور یوشمیر نژدې خپل خپلوان ووژل.

کیلیتي چې کله له رسمي لوبو لاس واخیست، اسراییل ته ولاړه هلته یې کلونه کلونه د روزونکې په توګه کار وکړ.