ایران: د قاسم سلیماني د وژل کېدو د پنځم کال په مناسبت لاریونونه وشول

د قاسم سلیماني انځور

پرون د ایران په عمده ښارونو کې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د قوماندان د وژل کېدو د پنځم کال پوره کېدو په مناسبت لاریونونه وشول.

جنرال قاسم سلیماني د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ میاشتې پر درېیمه د عراق پلازمېنې بغداد ته نږدې د امریکا د متحدو ایالتونو د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

په تهران کې پرون لاریونوالو چې د سلیماني عکسونه یې له ځانونو سره لېږدول، مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیل شعارونه ورکول.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې د امام خمیني جامع جومات په انګړ کې راټولو شویو لاریونوالو ته وویل، د دښمن هغه طرحې به شنډوي، چې هدف یې د مسلمانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهل دي.

دغه ډول لاریونونه د سلماني د زېږېدو د ټاټوبي کرمان په ګډون د ایران په نورو ښارونو کې هم وشول.