د دې خوځښتونو له ډلې د «تخار، بدخشان او کندز د ښځو غورځنګ»، «د پنجره امید غورځنګ» او «د شنبههای ارغواني غورځنګ» په خپلو اعلامیو کې، چې د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په لومړۍ نېټه یې خپرې کړي، ویلي چې ۲۰۲۴ کال په تېرېدو سره د افغان نجونو د ارزښتمن ژوند یو بل کال هم د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصېدو په تمه تېر شو.
د افغان ښځو د ملاتړ یادو ډلو ټینګار کړی، که څه هم دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به مبارزه روانه ساتي او د وضعیت د بدلون لپاره به هوډمن اوسي.
د «شنبههای ارغواني غورځنګ» غړې مهرشید رسا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
"د شنبههای ارغواني خوځښت پرون په کابل او تخار کې غونډې وکړې، چې په خپلو اعتراضونو کې یې د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو پر پلي کېدو سختې نیوکې وکړې. موږ د طالبانو پر وړاندې د لا زیات نړیوال فشار غوښتونکي یو، او هغه ملاتړونه چې د تعامل په نوم ترسره کېږي، باید په بشپړه توګه بند شي."
دې سازمانونو ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې ښځو خپل ټول وخت د زدهکړو، کار، او بشري حقونو ته د لاسرسي لپاره په مبارزه کې تېر کړ، خو بیا هم میلیونونه افغان نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه بېبرخې پاتې شوې.
فایزه، چې له شپږم ټولګي تر فارغېدو وروسته له زده کړو راګرځول شوې، وایي:
"موږ له زدهکړو بېبرخې شوو، ټولې نجونې کور کې دي، او یو بل کال په دې محرومیت کې تېر شو. ښایي راتلونکي کلونه هم داسې تېر شي او افغان نجونې بشپړې هېرې کړل شي."
د کابل اوسېدونکې محصله عزیزه، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د پوهنتون دروازې پر مخ تړلې دي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
"۲۰۲۴ کال کې هېڅ بدلون ونه لیدل شو. سره له دې چې ډېره عدالت غوښتنه وشوه، خو هېڅ پایله یې ور نه کړه. هیله لرم چې په ۲۰۲۵ کال کې پوهنتون ته ستنه شم، او د طالبانو محدودیتونه پر ښځو کم شي."
د ښځو د حقونو ملاتړي خوځښتونه په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو د فرمانونو د لغوه کېدو غوښتنه کوي.
طالبان، چې په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل، په ښوونځیو کې یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ زدهکړې بندې کړې او دوى یې په پوهنتونونو او ان په دې وروستیو کې په نیمه طبي تخصصي موسسو کې هم له زده کړو را وګرځولې.
همدارنګه یې ښځې په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي او نور ګڼ محدودیتونه یې هم پرې لګولي دي.
طالبان ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه تأمین کړي، خو دا ادعا افغان مېرمنو او نړیوالو ته د منلو نه ده.